انصار: (د وږی ۲۴ مه)، د راپورونو لهمخې په سرپل ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د چنار یوه ونه د شرک، بدعت او خرافاتو د دودېدو د مخنیوي لپاره له بیخه ایستلې ده.
د رسنیو د راپورنو لهمخې د سرپل د امربالمعروف ریاست په یوه بیان کې ویلي، د دې ولایت اوسېدونکو باور درلود چې که پردې ونه میخ ټک وهي، نو ستونزې او ناروغۍ به یې ختمې شي.
د سيمې خلکو پهدې اړه رسنيو سره تر اوسه خبرې نهدي کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33444